Home » سیمه او نړی » سعودي عربستان په پاکستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د دې هېواد پانګونه ارزوي

سعودي عربستان په پاکستان کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د دې هېواد پانګونه ارزوي

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وايي، پاکستان کې تر لسو میلیاردو ډالرو پورې د سعودي د پانګونې رسولو چاره څېړي.

د سعودي رسمي خبري اژانس (سعودي پرېس ایجنسي) ویلي، ولیعهد – چې په عین حال کې لومړی وزیر هم دی، په (سټېټ بېنک اف پاکستان) کې د سعودي دیپازیټ زیاتولو پر چارې غور کړی چې وايي تر ۱۰ میلیاردو ډالرو پورې رسولو په اړه یې بحث روان دی.‌

دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ شوې دي.

په ورته وخت کې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د سعودي عربستان العلا سیمې په ژمني کمپ‌ کې له محمد بن سلمان سره کتلي دي. دواړو په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر سر خبرې کړې دي.

د سعودي پرېس ایجنسۍ د رپوټ له مخې، ولیعهد بن سلمان دا ګامونه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او محمد بن سلمان ترمنځ د پرله پسې اړیکو تر نیولو وروسته اخیستل شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...