د بین الافغاني مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې امریکا د امارت نه بلکې د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکوي.
په کابل کې د امریکا یوه پخواني سفیر رونالد نیومن په تازه مرکه کې ویلي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې ده، خو په دې سره د امریکا او افغانستان ستراتژیک تړون ته هېڅ ډول زیان نه رسي.
دده په خبره که طالبان پر ژمنو عمل و نه کړي، افغان حکومت په رسمیت و نه پېژني او بین الافغاني خبرې ناکامې شي نو امریکا به بیا هم د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکړي.
نیومن وایي د امریکا په کانګریس، کابینه او ټول حکومت کې دا نظر موجود دی چې دوی د امارت د راتګ مخالفین دي او افغان حکومت ته د یوه ستراتژيک ملګري په سترګه ګوري.
دغه امریکايي دیپلومات هیله ښودلې چې ژر تر ژره بین الافغاني خبرې پيل شي او روانه جګړه پای ته ورسېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس