د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې تراوسه ۸۰ زره محصلین واکسین شوي او په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې د محصلانو واکسیناسیون دوام لري.
د یاد وزارت ویاند دستګیر نظري پرون د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه نېټه) رسنیو ته وویل، چې د لوړو زدهکړو وزارت د محصلانو حاضري د واکسین د کارتونو پر اساس تنظیم کړې او تراوسه د پوهنتونونو او لوړو زدهکړو مؤسسو ۸۰ زره محصلینو واکسین شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د لوړو زدهکړو مؤسسو درسونه به د محصلینو تر واکسین وروسته د زمري په ۱۶مه پيل شي.
وزارت په محصلینو باندې واکسین جبري کړی او ویلي یې دي چې د واکسین له کارت پرته خپلو تعلیمي ادارو ته نهشي ننوتلی.
د رسمي شمېرو له مخې، تر دې دمه په افغانستان کې ۱۴۸،۰۰۰ خلک په کرونا ویروس اخته او له ډلې یې شااوخوا ۶،۸۰۰ کسان مړه شوي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس