امریکایي سناتور راند پال وایي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان د خپلو سرتېرو د ایستلو په برخه کې جدي دی.
سناتور راند پال وايي چې تازه یې له ولسمشر ټرمپ سره د افغانستان د وضعیت پر سر خبرې کړې دي.
دده په وینا ټرمپ ژمنه کړې چې ژر تر ژره به له افغانستان خپل سرتېري وباسي.
دده په خبره ټرمپ د سرتېرو د ایستلو په برخه کې جدي دی او هغه په تمامه مانا غواړي د امریکا ناپایه جګړې پای ته ورسوي.
ټرمپ څو ورځې وړاندې په ټوېټ پیغامونو کې ویلي وو چې ژر به له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي هغه د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو لپاره دوه میاشتې وخت ورکړی دی.
دې مسئلې په امریکایي حکومت کې ګڼ غبرګونونه لرلي دي او ډېر امریکایان یې کمپایني څرګندونې بولي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس