Home » افغانستان » د یوناما ماموریت د یوه کال پر ځای درې میاشتې غځول کیږي
UNAMA

د یوناما ماموریت د یوه کال پر ځای درې میاشتې غځول کیږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلان لري چې د راتلونکې دوشنبې ورځې په غونډه کې هغه پرېکړه‌لیک ته رایه ورکړي، چې په کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د ماموریت موده د درېیو میاشتو لپاره غځول شوې ده.

امنیت شورا ویلي، که څه هم د چین له لوري په دغه پرېکړه‌لیک کې تر یوه کاله د یوناما د ماموریت د غځېدو غوښتنه شوې وه، خو امریکا دا وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې دغه ماموریت دې اوس د درېیو میاشتو لپاره وغځول شي څو غړي هېوادونه د یوناما د ماموریت پر اغېزمنتیا بیاکتنه وکړي.

امریکا همداراز ویلي چې د یوناما ماموریت د ملګرو ملتونو لپاره د نورو ماموریتونو پرتله ډېر لګښت لري او اغېزمنتیا یې باید و ارزول شي.
د امنیت شورا ډېری غړو هېوادونو او د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون د یوه کال لپاره د دغه ماموریت د غځېدو ملاتړ کړی او اندېښنه یې ښودلې چې د درېیو میاشتو غځېدو سره به د یوناما د کارکوونکو ترمنځ همکاري کمه شي.

په دې پرېکړه‌لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتل شوي چې د یوناما لپاره نوی مشر وټاکي. د یوناما د پخوانۍ مشرې روزا اوتونبایوا ماموریت د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې پایته رسېدلی و او د چارو مسوولیت د هغې مرستیالې جورجیت ګانیون ته سپارل شوی دی.

په پرېکړه‌لیک کې همداراز ویل شوي چې اسلامي امارت باید پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه لرې کړي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او د وسلو مدیریت پیاوړی کړي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په افغانستان کې د سولې، بشري حقونو او بشري مرستو په برخه کې مهم رول لوبولی او د دغه ماموريت د مودې غځول به د هېواد ثبات لپاره اړین ګام ووسي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګرو ملتونو په منځني ختیځ کې د ملکي وګړو د خونديتوب غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ...