Home » فرهنګی او ټولنیز » د کېلې روغتیايي ګټې
رویداد خبري آژانس

د کېلې روغتیايي ګټې

۱. کېله د سترګو د ديد لپاره یوه ګټوره مېوه ده. کېله د سترګو روغتیا ته زياته ګټه رسوي او د عمر له زیاتوالي سره د سترګو د لید د کموالي خطر کموي. په ورځني ډول یوازې د یوې کېلې خوړل د عمر په زیاتېدو د سترګو لید ته پېښېدونکو ناروغیو په مخنیوي کې ډېره مرسته کولای شي.

۲. کېله په خپل جوړښت کې له پوټاشيمه پرته ويټامين ‌بي هم لري، ويټامين ‌بي د ذهن په پياوړتيا او تازه ساتلو کې لويه ونډه لري.

۳. د کېلو خوراک انسان د وينې د فشار له ناروغۍ ژغوري. په کېله کې شته پوټاشيم يوازې دا نه چې د وينې فشار يو ډول ساتي، بلکې د زياتېدو مخه يې هم نيسي.

۴. که يو څوک هره ورځ کېله وخوري؛ نو هغه به د زړه له حملې خوندي وي او د سرطان د ناروغۍ شونتيا هم پکې کمېږي.

۵. په کېله کې پروبايټيک باکټريا د انساني غړيو په وده کې هم ونډه لري.

۶. روغتياپوهان وايي چې کېله هضم ښه کوي او د مضرو باکټرياوو مخه نيسي.

۷. که پر مخ مو د ځوانۍ له دانو په عذاب ياست، د کېلې د پوستکي په دننه خوا لږ شات واچوئ او پر مخ يې وموښئ.

 د کېلې پوستکي دننه خوا زيوارت، لوښي او غاښونه ښه پاکولای شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...