Home » فرهنګی او ټولنیز » د هلمند په چاه انجیر سیمه کې د نجونو يو ښوونځی ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
رویداد خبري آژانس

د هلمند په چاه انجیر سیمه کې د نجونو يو ښوونځی ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

 هلمند ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په چاه‌انجير سيمه کې د نجونو يو ښوونځی جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، د نجونو دغه ښوونځی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ۲۶ مېليونه او ۴ سوه زره افغانيو بودجه په دوو پوړونو کې رغول شوی دی.

د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانيستې مراسمو کې د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين ويلي، د دغه ښوونځي ودانۍ په اساسي ډول جوړه شوې او له دې وروسته د چاه انجير سيمې نجونې کولای شي، په يوه ارامه او خوندي چاپېريال کې زده‌کړې وکړي.

رویداد خبري آژانس

د هلمند والي له خلکو غوښتنه کړې چې خپلو لوڼو ته اجازه ورکړي تر څو دغه ښوونځي کې زده‌کړې وکړي او د خپل هېواد په ودانولو کې برخه واخلي.

د هلمند د پوهنې رئيس داوود شاه صفاري وايي، د ښوونځي نوې ودانۍ ۱۶ درسي خونې، منظم تشنابونه او احاطوي ديوال لري او ټولې رغنيزې چارې په اساسي ډول ترسره شوې دي.

هلمند د افغانستان د لرې پرتو او وروسته پاتې ولايتونو له ډلې دی چې ډېرې کمې نجونې پکې زده‌کړو ته لاسرسی لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...