د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالې ادارې مرستېال ویاند قاري تاج محمد همت، رویداد خبري اژانس سره په خبرو کې ،په نورستان کې د وروستیو سېلابونو تازه جزئیات شریک کړي دي.
نوموړي ویلي، چې د نورستان ولایت د پارون ښار او شاوخوا سیمو کې د سختو سېلابونو له امله د لومړنیو معلوماتو له مخې تر دې دمه ۲۳ تنه هېوادوال مړه شوي، ۸۰ تنه ټپیان شوي او شاوخوا ۱۰۰ کسان لا هم نادرکه دي.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې ۷ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۲۳ نور کورونه په نسبي ډول زیانمن شوي، ۷۰ دوکانونه او هټۍ له منځه تللي او ۴۰ عرادې لوی او کوچني وسایط تخریب شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې ۱۱ هوټلونه هم په بشپړ یا نسبي ډول ویجاړ شوي دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي اداره وايي، د تلفاتو او زیانونو شمېر ښايي د روانو ارزونو او ژغورنیزو عملیاتو له بشپړېدو وروسته بدلون ومومي.
د یادې ادارې په خبره، د ژغورنې ولایتي ټیمونه په سیمه کې حضور لري او د ژغورنې، مرستې رسونې او د احتمالي نورو زیانونو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس