د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) نوی استازی صالح تورهان افغانستان ته رسېدلی دی. صالح تورهان د ملګرو ملتونو د پراختیايي چارو تجربهلرونکی چارواکی دی چې د ټولنیزې او اقتصادي پراختیا، د بېوزلۍ کمولو او د ټولنو د پیاوړتیا په برخو کې یې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي.
نوموړی به په افغانستان کې د UNDP د پروګرامونو مشري کوي او د خلکو د معیشت د پیاوړتیا، د ښځینه سوداګرو د ملاتړ او د دوامدارې پراختیا په برخو کې به د دې ادارې فعالیتونه همغږي کړي.
ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له لوري ویل شوي چې د صالح تورهان په مشرۍ به په افغانستان کې خپلو پراختیايي پروګرامونو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي چې د خلکو د اقتصادي فرصتونو د پراختیا او د ټولنو د ملاتړ لپاره خپلې هڅې پراخې کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس