Home » فرهنګی او ټولنیز » د لوګر یوه ښوونکي په ریاضي کې نوي فورمول کشف کړی
رویداد خبري آژانس

د لوګر یوه ښوونکي په ریاضي کې نوي فورمول کشف کړی

په لوګر ولایت کې د هلکانو د یوه ښوونځي یو ښوونکی په دې توانېدلی، چې د ریاضي یو نوی فورمول کشف کړي.

دا ښوونکی سید ابراهیم موسوي نومېږي، چې د مرکز اړوند د حضرت عمر فاروق (رض) د هلکانو د لېسې ښوونکی دی.

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یاد ښوونکي د ستاینې پر مهال وویل، دا د لوګر او ټول هېواد لپاره د ویاړ خبره ده، چې یو ښوونکی د ریاضي نوی فورمول کشفوي.

هغه زیاته کړه،چې د یاد ښوونکي له لوري کشف شوی فورمول د پوهنې وزارت د ساینس او ټکنالوژۍ مرکز ته د څېړنې په موخه لېږل شوی.

ورته مهال د یاد فورمول کشف کوونکی استاد سید ابراهیم موسوي وایي، ده د ریاضي مضمون د مشتق په برخه کې د (n ام) درجې پولینومي تابع (p ام) مشتق لاسته راوړل او د (n ام ) حد (p ام) مشتق لاسته راوړل په هغه صورت کې چې ( n ) لوی له (p) نه وي د (p ام) حد د پیدا کولو لپاره یو نوی فورمول کشف کړی دی.

هغه زیاته کړه:” یاد فورمول مې په خپل کوښښ کشف کړی، پر دغه فورمول مې دوه اوونۍ کار کی او له هېڅ کوم کتاب او انټرنېټ څخه مې ګټه نه ده اخیستې.

هغه وایي، چې دغه فورمول مې په کابل کې د فلسفي ریاضي د څېړنې مرکز ته ور وړی، چې د دغه مرکز له لوري زما کشف شوی فورمول تایید شوی او ماته یې په دې ویاړ یوه تصدیق پاڼه هم را کړې ده.

استاد سید ابراهیم موسوي په ۱۳۷۱ کال کې د کلنګار په جهادي لېسه د ښوونکي په توګه دنده پیل کړې، چې په لوګر کې له تجربه لرونکو او د ریاضي د تکړه ښوونکو له جملې څخه شمېرل کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...