Home » فرهنګی او ټولنیز » د لوبیا خوړلو لس ګټې
رویداد خبري آژانس

د لوبیا خوړلو لس ګټې

لوبیا یو له هغه خوړو څخه ده، چې د ډېرو خلکو خوښیږي. لوبیا په لمړي ځل په ۱۵۳۳ کال کې د مکسیکو په هیواد کې پیدا شوې او د «ایاکوک» په نوم ونومول شوه، چې وروسته اروپا او بیا د نړۍ ټولو برخو ته ورسېده.

په دې لیکنه کې موږ درسره د لوبیا په اړه ځینې ګټور معلومات شریکوو.

په ورځ کې د لوبیا یو ګیلاس اوبه څښل د معدې له ناروغيو مخنیوی کوي، همدارنګه له لوبیا سره د زیتون او د لیمو اوبو استفاده کول ګټې لا ډېروي.

سره لوبیا د طب له نظره ډېره ګرمه او د سپینې لوبیا نه ګټوره ده.

لوبیا ددغو ناروغیو لپاره ګټه لري:

۱. بدن قوي کوي، د ملا  درد ښه کېدو کې مرسته کوي.

۲. بندې متیازې یا ادرار او حیض جاري کوي.

۳. د حمل یا امیدوارۍ په وخت کې زیاته لوبیا خوړل اولاد عقل مند راولي.

۴. د مثانې درد ښه کوي.

۵. رګونه نرموي.

۶. بې ګټې اوبه له بدن نه لرې کوي.

۷. زړه قوي کوي، همداراز د زړه ناروغۍ لپاره ګټور خواړه دي.

۸. د وینې کلسټرول ټیټوي.

۹. د سرطان ضد خواص لري.

۱۰. که د پوستکي په زخمونو د لوبیا وړه، کېښودل شي، جلدي ټپونه ژر ښه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...