Home » سیمه او نړی » د ایران د بهرنیو چارو وزیر ونزوئلا ته ورسېد

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ونزوئلا ته ورسېد

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ونزوئلا ته ورسېد.

د ونزوئلا د بهرنیو چارو وزیر خورخې اریزا پرون وروسته تر دې چې د جواد ظریف هرکلی یې وکړ، په ټویټر کې ولیکل، د لوړې کچې هر سفر زموږ ستراتېژیک ائتلاف پياوړی کوي او وروري مو ټینګوي.

اریزا بیا د امریکا بندیزونو ته چې پر ایران او ونزوئلا یې لګولي دي، اشاره وکړه او زیاته‌یې کړه چې ونزوئلا او ایران د تېري کوونکو په وړاندې په مېړانه درېدلي دي.

جواد ظریف به له ونزوئلا څخه بولیفیا ته ولاړ شي او هلته به د نوي ولسمشر لویس ارسې د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي بیا به کیوبا ته سفر وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...