د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتيرش د منځني ختیځ د روان کړکېچ د لا پراخېدو په اړه یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړې او له ښکېلو لورو یې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.هغه پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، په هرمز تنګي کې پر کښتیو بریدونه، د امریکا له لوري پر ایران بریدونه او د ایران له خوا په سیمه کې پر امریکايي اهدافو ځوابي بریدونه د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي او باید ژر تر ژره ودرول شي.
ګوتيرش ټینګار کړی، د جګړې دوام به نه یوازې د منځني ختیځ امنیت، بلکې نړیواله سوله، نړیوال اقتصاد او د انرژۍ بازارونه هم له سختو پایلو سره مخ کړي. هغه له ایران او امریکا غوښتي چې بېړنۍ خبرې اترې پیل او خپل اختلافونه د ډیپلوماسۍ او سیاسي لارو حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي نښتې زیاتې شوې، دواړو لورو پر یو بل بریدونه کړي او په سیمه کې امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی شوی دی. د دغو نښتو له امله د هرمز تنګي د امنیت، د انرژۍ نړیوال بازار او د جګړې د لا پراخېدو په اړه نړیوالې اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس