Home » سیمه او نړی » د ایران او امریکا متقابل بریدونه نهمې ورځې ته وغځېدل
ایران او امریکا

د ایران او امریکا متقابل بریدونه نهمې ورځې ته وغځېدل

د راپورونو له مخې، ایران او امریکا د نهمې پرله‌پسې ورځې لپاره هم پر یو بل متقابل بریدونه کړي دي. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) په وینا، امریکايي ځواکونو د ایران پر پوځي قوماندانۍ، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر اډو او هوايي دفاعي تاسیساتو بریدونه کړي دي.

بل لور ته، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې د هرمز تنګي په سویلي برخه کې یې دوه د تېلو لېږدوونکې بېړۍ په نښه کړې او د «نصر» عملیاتو په ۲۱م پړاو کې یې د اردن د عقبه په هوايي ډګر کې د امریکا د پوځ یوه C-17 ټرانسپورټي الوتکه د بالسټیک توغندي په وسیله ویشتلې ده. تر اوسه امریکايي چارواکو د دغو ادعاوو پخلی نه دی کړی.

په همدې حال کې، د امریکا د بریدونو له نوې څپې وروسته د ایران په تبریز، چابهار، کنارک، ماهشهر او امام خمیني بندر کې د چاودنو او توغندیو د لګېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د جګړې له پراخېدو سره د هرمز تنګي امنیتي وضعیت هم کړکېچن شوی او د نړیوالو انرژۍ بازارونو او سمندري لېږد رالېږد په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قطر د ایران بریدونه غندلي

د قطر د بهرنیو چارو ...