د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، د هغه اداره به سبا دوشنبه د سعودي عربستان په اړه یوه اعلامیه خپره کړي.
دا وروسته تر دې چې د امریکا په استخباراتي راپورونو کې څرګنده شوه چې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې لاس درلود.
ښاغلي بایډن پرون شنبه (د کب ۹مه) وویل: “ما د فبرورۍ په ۲۵مه د سعودی عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز سره خبرې وکړې، نه د سعودي له ولیعهد سره، ما ورته واضحه کړه چې مقررات بدلون کوي او موږ به مهم بدلونونه د دوشنبې په ورځ اعلان کړو، موږ به هغوی د بشري حقونو په اړه مسول وبولو.”
د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سعودي ولیعهد به مجازات شي بایډن وویل، د دوشنبې په ورځ به اعلان وکړي چې له سعودي سره څه کوي؟
بایډن په دې اړه نور توضیحات نه دي ورکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس