د امریکا کولرادو په بولډر ښار کې د ډزو پرمهال د یوه پولیس افسر په ګډون لس کسان وژل شوي دي.
د بولډر ښار څارنوال مایکل دوریټي وویل، د مارچ د ۲۲مې نېټې مشکوک برید کوونکی په توقیف کې دی او د هغه د ټپونو درمنله روانه ده.
د پولیسو مشر ماریس هیرولډ وویل، وژل شوی پولیس افسر یو پنځوس کلن ایریک تیلي دی.
په یوټیوپ کې د سیمې خبریالانو یوه ویډیو خپره کړې ده چې په کې په سوپرمارکیټ او د موټرو په پارکېنګ کې جسدونه ښکاري.
د پولیسو مشر هیرولډ خبري کنفرانس ته وویل چې دا پېښه پیچلیو تحقیقاتو ته ضرورت لري چې لږ تر لږه پنځه ورځې وخت غواړي چې علت یې روښانه شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس