Home » سیمه او نړی » د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ؛ د بریدونو تازه څپه پیل شوه
سینټکام

د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ؛ د بریدونو تازه څپه پیل شوه

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، چې د ایران پر وړاندې یې د بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی. د سینټکام په وینا، دغه عملیات د ایران پر پوځي وړتیاوو، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو اړوندو مرکزونو او نورو پوځي اهدافو متمرکز دي.

سینټکام ویلي، چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونه به هم د هغو بریدونو په تړاو په نښه کړي چې د امریکا په وینا، په اردن کې د امریکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې لامل شوي دي. د امریکا پوځ وايي، هدف یې د ایران د پوځي توان کمزوري کول دي.

بل لور ته، ایراني رسنیو د ایران په سوېلي سیمو، د هرمزګان ولایت، بندرعباس، سیریک او قشم ټاپو کې د چاودنو راپورونه ورکړي دي. د راپورونو له مخې، په ځینو سیمو کې د هوايي دفاعي سیستمونو د فعالېدو خبرونه هم ورکړل شوي، خو د زیانونو او مرګ‌ژوبلې بشپړ جزیات لا نه دي خپاره شوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

دا ځل به د ایران پیک‌اکس غر په نښه کړو

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ...