الجزیرې او نورو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو جګړو او کړکېچونو د کمولو لپاره هڅې روانې دي.
ویل کېږي پاکستان هم چمتووالی ښودلی چې دواړه لوري موافقه وکړې او خبرې اترې به په اسلاماباد کې ترسره شي؛ د راپورونو له مخې د امریکا استازی سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر د دې خبرو د پیل لپاره هلې ځلې کوي او حتی د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي وېنس نوم هم یاد شوی.
خو له بلې خوا د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف دا خبرونه رد کړي او ویلي یې دي چې له امریکا سره هېڅ ډول مستقیمې خبرې نه دي شوې.
په ورته مهال د امریکا ولسمشر هم ویلي چې د خبرو د امکان په اړه ځینې پرمختګونه شوي، خو تر اوسه پورې د دواړو لورو ترمنځ رسمي او تایید شوې ناسته نه ده اعلان شوې او موضوع لا هم د منځګړیتوب او غیر رسمي اړیکو په کچه ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس