Home » سیمه او نړی » د امریکا او ایران ترمنځ جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده
سنټکام

د امریکا او ایران ترمنځ جګړه درېیمې ورځې ته وغځېده

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، د ایران پر ضد د جګړې په درېیمه ورځ یې د بوشهر، چابهار، جاسک، کنارک، ابوموسی او بندرعباس پر پوځي هدفونو پنځه ساعته بریدونه ترسره کړي دي.

د سنټکام په وینا، په دغو بریدونو کې د ایران ساحلي دفاعي سیسټمونه، توغندیز او د بې‌پیلوټه الوتکو سیسټمونه او سمندري وړتیاوې په نښه شوې، څو د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ایران د بریدونو وړتیا راکمه شي. دغه قوماندانۍ همدارنګه ویلي، اوس مهال په منځني ختیځ کې له ۵۰ زرو ډېر امریکايي سرتېري ځای پر ځای دي او بشپړ چمتووالی لري.
بل لور ته، د ایران سپاه پاسداران ویلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په بحرین، کویټ او اردن کې د امریکا پوځي اډې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو په نښه کړې دي. د سپاه په وینا، په بحرین کې د وسلو د ملاتړ څو زېرمتونونه، د سپوږمکۍ مخابراتي مرکز او د امریکايي ځواکونو د استوګنې ودانۍ هم د «نصر ۲» عملیاتو په دویمه څپه کې هدف ګرځېدلې دي. تسنیم خبري اژانس هم راپور ورکړی چې سپاه پاسداران د اردن په ختیځ کې د «موفق السلطي» پر پوځي اډې او په کویټ کې د امریکا پر یوې بلې پوځي اډې هم توغندیز بریدونه کړي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اردوغان: سیمه د نوې جګړې د زغملو توان نه لري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب ...