د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي اداره وايي، اوس په ورځني ډول شل زره برېښنايي تذکرې وېشي. تر دې وړاندې نوموړې ادارې په ورځ کې د ۸ زره تذکرو د وېش وړتیا لرله.
دغه اداره وايي، که له برېښنايي تذکرو ګټه اخیستنه ډېره شي، ورسره به اداري کارونه چټک، روڼتیا ډېره او د حکومت او خلکو اضافي وخت او زېرمو په لګښت کې کمې راشي.
چارواکي وايې، وروستیو کې د برېښنايي تذکرو اخیستلو ته د افغانانو لیوالتیا ډېره شوې ده، چې په وینا د خلکو د دغې لیوالتیا ته په کتو یې په ۳۴ ولایتونو کې د برېښنا تذکرو د ویش مرکزونه ډېر کړي دي.
د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ویاندې روبینا شهابي بي بي سي ته وویل، تر اوسه څه باندې دوه میلیون برېښنایې تذکرې وېشل شوې دي.
د اغلې شهابي په وینا ”په ورځ کې د شل زره برېښنايي تذکرو د وېش لاملونه دا دي چې په کابل او ولایتونو کې د وېش مرکزونه پام وړ ډېر شوي او کاري ځواک هم د پخوا پرتله ډېر شوی دی. ”
اغلې شهابي زیاته کړه چې د راتلونکي ۱۴۰۰ لمریز کال تر وري میاشتې پورې به د برېښنايي تذکرو د وېش اوسنۍ کچه په ورځ کې ۴۰ زرو ته لوړه شي.