Home » فرهنګی او ټولنیز » د احصایې ملي اداره: د روان کال تر پایه څه باندي پنځه میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشو
رویداد خبري آژانس

د احصایې ملي اداره: د روان کال تر پایه څه باندي پنځه میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې وېشو

د احصایې ملي اداره وایي د روان کال تر پایه به څه باندې پنځه میلیونه کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې ووېشي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ادارې مشر جاوید رسولي وایي دوی دمګړی د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ۷۰ مرکزونه لري چې له دې ډلې شپږ یې په ایران کې دي.

د جاوید رسولي په وینا دوی هڅه کوي چې چارې یې چټکې او شفافې کړي او په دې توګه د روان لمریز کال تر پایه څه باندې پنځو میلیونه وګړو ته برېښنایي پېژندپاڼې ووېشي.

د ښاغلي رسولي همدا راز ویلي چې له دې وروسته د پخوانیو پېژندپاڼو د تایید خدمات هم له منځه وړي، ځکه کومې پېژندپاڼې چې ددغه ادارې له لوري صادرې شوې د باور وړ دي او ادارات یې باید ومني.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...