Home » فرهنګی او ټولنیز » داسې عینکې چې ویډیو هم پبتولی شي
رویداد خبري آژانس

داسې عینکې چې ویډیو هم پبتولی شي

د سنپ چټ په نامه ټولنيزې شبکې مسوولينو په لومړی ځل د لمر د تېزو وړانګو د مخنيوي په خاطر داسې ارزانه بيه عينکې جوړې کړې دي چې تر ۱۰ ثانيو پورې ويډيو هم ثبتولی شي، دا عينکې Spectacles نومېږي چې تاسې ته د ځينو مهمو صحنو او د ملګرتيا د شېبو د بيا راژوندي کېدو او په خپلو سترګو د همغو شېبو د ليدلو تنده مو درماتوي.

رویداد خبري آژانس

تاسې کولای شئ دا ويډيوګانې بيا بيا وګورئ، عينکې په يو ځل چارج کېدو سره تمامه ورځ کار کوي، دا عينکې به ۱۳۰ ډالر بيه لري او له ويډيو سره به غږ هم ثبتولی شي.

رویداد خبري آژانس

هغه لومړنۍ عينکې چې جوړې شوې دي د کامرې په دوو لېنزونو مجهزې دي چې ۱۱۵ درجې زاويې پورې ويډيو کولای شي، يو بټن لري چې کليک مو کړ د ويډيو په ثبت پیل کوي ، او کولای شئ د بلوټوت او وای فای له لارې يې خپل موبايل يا لپ ټاپ ته هم ولېږئ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...