Home » سیمه او نړی » خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې چارواکو ویلي، چې د پوځ پر یو موټر د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې، دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید د خیبر په ولسوالۍ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه شوې ده.

د دې چاودنې مسولیت تحريک ط البان پاکستان، منلی دی.

د جمعې په ورځ، د پاکستان د ملي امنیت کمېټې، چې لوړپوړي ملکي او پوځي مشران پکې شامل دي، د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ غونډه وکړه او په سخت دریځو ډلو د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره یې په ټول هیواد کې د عملیاتو پلانونه تصویب کړل.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...