د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پر وروستي سفر هرکلی کړی دی.
زلمي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، حکومت یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتو اړیکو ته هرکلی کوي او دواړه هېوادونه یو پایدارې سولې ته هڅوي.
خلیلزاد ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې کولو په صورت کې به په سیمه او دواړو هېوادونو کې د سولې یو لوی فرصت رامنځته شي.
د خلیلزاد د عمران خان سفر کابل ته د یو ګډ لید لوري په توګه چې دواړو هیوادونو اعلان کړ راتلونکي ته یو ښه ګام دی بللی.
نوموړي د دواړو هېوادونو ګډو لیدولوری، د یو بل له خاوري د ځان په ګټه د استعمالوولو مخنیوی، یو ګډ حاکمیت، د خلکو دولت او یو قوي امنیت ترمنځ اړیکې، ګډ اقتصاد، سوداګریز پرمختګ منځنۍ اسیا ته د پاکستان او افغانستان اتصال یاد کړی دی.
هغه دغه راز په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمېدو په برخه کې د پاکستان له هڅو هرکلی کړی دی.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر عمران خان کابل ته لومړی سفر وکړ او دلته یې له ولسمشرغني او نورو افغان چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس