د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر وايي، د افغانانو خپلمنځي خبرو د کوربتوب لپاره ۱۲ هېوادونو وړاندیز کړی دی.
حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبري غونډې ته د افغان سولې په هکله د افغان حکومت د هڅو په تړا وینا درلوده:
“د خوشالۍ ځای دی چې ۱۲ هېوادونو خپل چمتووالی ښودلی چې د افغانانو خپلمنځي خبرو کوربتوب وکړي، لس هېوادونه د سیمې او دوه د اروپا دي. “
د نوموړي په خبره، ترکیه، ایران، قطر، اندونیزیا، جاپان، ناروې او جرمني د هغو هېوادونو له ډلې دي چې دا وړاندیزونه یې کړي دي.
طالبانو هم بیا بیا ویلي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په نامستقیم ډول په دې موافقه شوې ده چې د خبرو پیل به له قطر کېږي بیا به د دې خبرو نور پړاوونه په نورو هېوادونو کې ترسره کېږي.
حنیف اتمر هم خپلو خبرو کې وویل، چې د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو د پیل په هکله چې تراوسه کومه اجماع ده هغه دا ده چې د خبرو پیل له قطر وشي:
“خو دا چې په پړاویز ډول څنګه نورو هېوادونو کې دا خبرې وشي لا یې په تړاو سلام مشورې نه دي شوې”.
د نوموړي په خبره، دا کوربتوب سمبولیک نه دی، بلکې هر کوربتوب سیاسي او اقتصادي ژمنې هم لري چې دا چانس باید له لاسه ور نه کړل شي.
د طالبانو او امریکا د سولې تړون له مخې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان او دا ډله هم د حکومت زر قیدیان خوشي کوي.
د افغان حکومت د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه یې له څلور زرو ډېر طالب بندیان خوشي کړي او طالبانو هم په دې مودې کې نږدې اته سوه د حکومت اړوند بندیان خوشي کړي دي.
وړاندې، د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي وو، د وسله والو طالبانو ۵۹۲ زندانیان چې د ‘سختو جرمونو له کبله محکوم ‘ شوي دي، نه خوشي کېږي او له طالبانو یې غوښتي چې افغان حکومت ته د خپلو زندانیانو نوی نوملړ وسپاري، خو طالبان وايي، که یې له نوملړ سره سم بندیان خوشي نه شي خبرې نه پیلېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس