د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې مهم پړاو ته رسېدلې دي.
له څو ایالتونو پرته د نورو ټولو ایالتونو رایې شمېرل شوې دي او په هغه کې جو بایډن تر ټرمپ مخکې دی.
په الکترال کالج کې یوازې د شپږو نورو رایو ګټلو ته اړتیا لري چې ټرمپ په دې برخه کې ۵۶ رایو ته اړتیا لري.
بلخوا د عامو خلکو په رایو کې هم جوبایډن درې میلیونه رایې تر ټرمپ مخکې دی.
بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، ادعا نه کوي بلکې ډاډه دی چې د رایو شمېرلو په پای ته رسېدو سره به دی د ټاکنو ګټونکی اعلانېږي.
بلخوا ټرمپ بیا په ګڼو ایالاتونو کې د جو بایډن پر ډله د پراخ فساد تور پورې کوي.
دی وایي چې د ټاکنو کمیسیون هم د هغه په ملاتړ ولاړ دی او په ځینو برخو کې ان د ټرمپ ناظرینو ته د نظارت اجازه نه ورکول کېږي.
ټرمپ پر رسنیو هم نیوکه کوي چې ددوی د رایو شمېر کم ښيي. په ټوله کې ټرمپ تر سخت فشار لاندې ښکاري او ټاکل شوې چې په راتلونکو څو ساعتونو کې پایلې معلومې شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس