د افغانستان په روانې جګړې په اړه اکشن یا جنګي جوړ شوی فلم تېره ورځ د انټرنېټ له لارې نندارې ته وړاندې شو.
هندي سینما ” بالیووډ ” د افغانستان په روانې جګړې په اړه اکشن یا جنګي جوړ شوی فلم تورباز پرون جمعه د ډیسمبر ۱۲ ( لېنډۍ ۲۲) د نېټفليکس په وېبپاڼه په انلاين بڼه خپور شو.
په دې فلم کې د سنجى دت هندي پوځ د ډاکټر کردار لوبولى دى، چې خپل ماشومان په يوه پېښه کې له لاسه ورکوي او بيا بېرته له عايشې (نرګس فخري) سره بېرته افغانستان ته راستنېږي او دلته د کډوالو په يو کمپ کې ماشومانو ته د کرکټ روزنه ورکوي.
راهول ديو بيا په دې فلم کې د طالبانو د يو قومندان کردار لوبولى دى، چې هغه د امريکايانو پر ضد جنګېږي او له سنجي دت سره له دې امله په شخړه اوړي، چې سنجي دت غواړي ماشومانو ته کرکټ ورزده کړي او راهول ديو بيا له دې ماشومانو د ځانمرګو ګټه اخلي.
د (تورباز) فلم لومړنۍ ويډيو يا ټرېلر څه وخت وړاندې د نېټفليکس له لوري په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوى و، چې ډېرو خلکو خوښ کړى و.
په فلم کې په افغانستان کې د يو کډوال کمپ کيسه ښکاره شوې ده. د فلم د ټرېلر څخه ښکاره کېږي، چې سنجېدت په دې کمپ کې ماشومانو ته کرکټ ورزده کوي.
خو نوموړى هغه مهال له مشکل سره مخ کېږي، چې د طالبانو د يو مشر (راهول ديو) سره مخ کېږي. د راهول ديو په فلم کې ځينې ډيالوګ په دې ډول دي: ((زه له کرکټ سره هېڅ مشکل نه لرم، خو دا ماشومان موږ د يو لوى مقصد لپاره تيار کړي دي، دا زموږ سرتيري دي.))
فلم د دې ويډيو څخه ښکاره کېږي، چې په فلم کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ ځينې جنګونه هم ښکاره شوي دي، همدا راز د کرکټ يو لوبغالي کې بيا د (کابل کريکټ بورډ) ليکل هم ښکاره کېږي.
په فلم کې د کابل ځينې صحنې هم ليدل کېږي او د کمپ په يوه لوحه بيا دا هم ليکل شوي دي: ((نړۍ به د سولې په واسطه ارامي ونه پېژني.))
د فلم له ټرېلر څخه ښکاره کېږي، چې سنجېدت غواړي د کډوالو په دغه کمپ کې د ماشومانو ژوند وژغوري او هغوى ته کرکټ ورزده کړي. هغه په ياد کمپ کې د کرکټ يوه لوبډله هم جوړوي، چې ځينې سيالۍ هم پکې ترسره کېږي.
د فلم مرکزي داستان که څه هم په افغانستان او د دې هېواد په روان وضعیت دی، خو د روان تاوتریخوالي له کبله د فلم هېڅ صحنه په افغانستان کې نه ده ډکه شوي.
جوړوونکي یې وايي، په دې فلم کې د افغانستان د اوږدې جګړې تصویر بیان شوی.
د تور باز فلم یوه افغان لوبغاړي ببرک اکبري د دې فلم د داستان په اړه رسنیو ته ویلي:
دا فلم ټول په افغانستان دی داسې چې سنجېدت د کډوالو یوه کمپ ته ځي او هلته یې په یوه چاودنه کې کورنۍ له منځه ځي وروسته بیا دی همدې ته کار وایي چې څنګه ماشومان له ځانمرګو بریدونو بلې خوا یعنې کرېکټ، لوبو او درس ته وهڅوي په فلم کې طالبان هم تصویر شوي او د افغانستان اردو او روان وضعیت هم.”
نوموړي ویلي، دا فلم په دریو کالونو کې بشپړ شوی او ډېرې برخې یې په هندوستان او قرغیزستان کې ډکې شوي دي:
“اول خو پلان داسې و چې فلم به خپله په افغانستان کې جوړېږي، خو وروسته بیا سنجیدت په افغانستان کې دې اوږده رول ته دلته د ناامنۍ له کبله زړه ښه نه کړ، نو د ۲۰۱۷ ډیسمبر نه یې شوټنګ په قرغیزستان کې پیل شو، موږ څو ځله قرغیزستان ته ولاړو او څو ځله هندوستان ته خو فلم بیخي داسې ښکاري لکه په افغانستان کې چې وي ځکه هر څه هماغه شانتې جوړ شوي.”
دا د یوه کال په موده کې د سنجېدت او هندي سینما دویم فلم دی چې په افغانستان جوړېږي، تېر کال هم ډيسمبر میاشت کې د بالېووډ “پاني پت” په نوم فلم خپور شو چې سنجېدت پکې د احمد شاه ابدالي په رول راښکاره شوی.