Home » فرهنګی او ټولنیز » تر ټولو زوړ زده کړیال د ایټالیا له پوهنتونه فارغ شو
رویداد خبري آژانس
جوسپیني پتیرنو ۹۶ کلن دی

تر ټولو زوړ زده کړیال د ایټالیا له پوهنتونه فارغ شو

په نړۍ کې یوه تر ټولو زاړه زده کړیال د ایټالیا له پالیرمو پوهنتونه د فراغت اسناد ترلاسه کړل.

په نړۍ کې یوه تر ټولو زاړه زده کړیال د ایټالیا له پالیرمو پوهنتونه د فراغت اسناد ترلاسه کړل.

جوسپیني پتیرنو ۹۶ کلن دی او د تاریخ او فلسفې پوهنځی یې ولوست.

پتیرنو په دویمه نړیواله جګړه کې سرتیری و او له جګړې وروسته یې د ایټالیا د اوسپنې پټلۍ په شرکت کې کار کاوه.

پتیرنو د هغو هیلو په اړه خبرې کوي چې له ۹۰ کلنۍ را وروسته یې په فکر کې وې: “د راتلونکې لپاره زما پروګرام همدا دی چې ډېر وخت لیکلو ته ورکړم. غواړم ټول هغه متنونه چې مې نه دي لوستلي د راتلونکي لپاره ولولم. دا زما هدف دی.”

جوسیپي پتیرنو چې ځوان لمسیان لري، د کمزوري اقتصاد په خاطر په ځوانۍ کې درس نه و ویلی.

هغه د فراغت په سند سربېره د ایټالیا له پالیرمو پوهنتونه افتخاري لقب هم ترلاسه کړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...