د بښنې نړيوالو سازمان يا Amnesty international يو وار بيا په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې دغلته خبريالانو لا هم د دندې پرمهال له ستونزو سره مخ کېږي.
دې سازمان ويلي، په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره، په ګڼو برخو کې د کار ساحه تنګه شوې او يو له دې ساحو د رسنيو د فعاليت ساحه ده.
د بښنې نړيوال سازمان د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتنه کړې، چې د رسنيو ازادۍ ته ژمن پاتې شي او اجازه دې ورکړي، څو خبريالان په ډاډ زړه خپل رسنيز کارونه مخته يوو.

د بښنې نړيوال سازمان داسې مهال د خبريالانو پر وړاندې د ستونزو له زياتېدو خبر ورکوي، چې تازه نن د رويداد خبري اژانس خبريال او د خبرونو مسوول احسانالله احسان په کابل کې د امنيتي ځواکونو له لوري په داسې حال کې نيول شوی، چې د راپور چمتوو کولو په موخه يې په ښار کې د عامو خلکو نظرونه اخيستل.
د افغانستان سرپرست حکومت څو مياشتې وړاندې د رسنيو د تخطيو کمېسيون بېرته احيا کړ، خو لا هم د دې کمېسيون فعاليتونه په بشپړه توګه نه دي منظم شوي.
که له يوې خوا خبريالان د کار په جريان کې له ستونزو سره مخ کېږي، تر څنګ يې مالوماتو ته نه لاسرسی هم هغه ستونزه ده، چې خبريالانو تل ترې شکايت کړيت کړی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس