د افغانستان برېښنا شرکت وايي، ازبکستان هېواد افغانستان ته د خپلې وارداتي برښنا کچه له ۳۰۰ څخه ۴۰۰ میګاواټو ته لوړه کړه.
برښنا شرکت وایي، وړاندې د ازبکستان د برېښنا پنځو دستګاوو کې د عارضې رامنځته کېدو له امله نوموړي هیواد افغانستان ته د خپلې برېښنا کچه را ټیته کړې وه.
دغه شرکت وایي، دغه راز د افغانستان برښنا شرکت د رهبري پلاوي له خوا جدي هڅې روانې دي څو د برښنا حالت د عادي کېدو په موخه د برښنا له واردونکو هېوادونو سره د انرژي کمښت ستونزه هواره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهسي په کابل ښار کې د برښنا نه شتون خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
د یادونې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې له ازبیکستان وارداتي برښنا پر کابل او ټول افغانستان قطع شوې ده چې د برښنا شرکت په خبره د تخنیکي ستونزې له کبله دغه برښنا درېدلې ده خو بلخوا ځینې ګنګوسې شته چې ګواکې د افغانستان د برښنا شرکت ازبکستان هېواد ته پیسې نه دې ورکړې او ډېرو قرضداريو له کبله ازبیکستان خپله برښنا پر افغانستان قطع کړه.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس