Home » افغانستان » بازمحمد مبارز نن له خپل فرانسوي سیال سره مخامخ کېږي

بازمحمد مبارز نن له خپل فرانسوي سیال سره مخامخ کېږي

په ټایلنډ کې میشت د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی، بازمحمد مبارز نن له خپل فرانسوي سیال سره مخامخ کېږي.

دا لوبه نن یکشنبې د حمل ۱۲مه د کابل پر وخت د مازدیګر ۴:۳۰بجې په ټایلنډ کې پیلېږي.

مبارز درې کاله وروسته یو ځل بیا د ازادو سیالیو قفس ته دننه کېږي، او په لومړي ځل به د M2MMA سازمان د اېم اېم ای پړاو سیالو کې له فرانسوي «جوهان وان دی هل» سره لوبه وکړي. 

بازمحمد مبارز تر اوسه یوولس بریاوې او شپږ ماتې لري. له بلې خوا د ښاغلي مبارز سیال تر اوسه څلور بریاوې او دوه ځله مات شوی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قانع: د بدخشان لاریون پای ته رسېدلی او وضعیت د ا.ا ځواکونو په کنټرول کې دی

د بدخشان په درایم ولسوالۍ ...