Home » فرهنګی او ټولنیز » اې ټي ایم ATM ماشین په لومړي ځل چا جوړ او څومره محفوظ او خوندي دی
رویداد خبري آژانس

اې ټي ایم ATM ماشین په لومړي ځل چا جوړ او څومره محفوظ او خوندي دی

اې ټي ايم چې د automated teller machine لنډ نوم دی په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېلو نومونو يادېږي لکه په برتانيا او نيوزيلېنډ کې Cash point يا Cash Machine کليمه ورته کارول کېږي، په استراليا او کاناډا کې ورتهautomated banking machine او Money Machineوايي، او په نورو هېوادونو کې په ځينو نورو نومونو يادېږي.

په ۱۹۶۵ زېږدي کال کې د برتانوي John Shepherd Barron لخوا جوړ شو او لومړی ځل چې ورته جون شپيرډ بارون ۶ رقمي پين کوډ جوړ کړ نو دده مېرمنې Caroline شپږ رقمي کوډ نشوای يادولی نو څلور رقمي کوډ یې ورته وټاکه چې لا تر اوسه پورې ۴ رقمي کوډ (پين کوډ) په نړۍ کې ورته کارېږي.

رویداد خبري آژانس

لومړني ATM ماشين به تر ۱۴ ډالرو پورې پيسې درکولې.

نن سبا څه باندې ۳ ميلیونه ATM ماشينونه په ټوله نړۍ کې د بانکونو لخوا نصب شوي دي.

اې ټي ايم د محفوظ والي له پلوه يو ډېر زيات ساتلی او خوندي سيستم لري لومړی: د اې ټي ايم ماشين هر شېبه له خپل بانک سره وصل وي او ځای اود ماشين ساحه یې مسوولينو ته معلومېږي او هرڅوک چې د صرافي د ماشين خواته ورځي هغه د ويډيو له لارې ثبتېږي.

رویداد خبري آژانس

دويم: که چېرته يې څوک د وړلو هڅه هم وکړي د پنځلس،شل کسان یې د وړلو توان نه لري خو که بل ځای ته انتقال هم شي بيا یې هم موقعيت معلومېږي.

درېيم: دا چې د پيسو صندوقونه یې ډېر زيات کلک او محکم دي چې په وسايلو نشي خلاصېدلی او نه یې هم کولپونه په مرميو ويشتلو سره ماتېدلی شي.

رویداد خبري آژانس

څلورم دا که چېرته هڅه وشي چې په بېخي نادره توګه یې پورته ټولې لارې ورماتې کړئ او د پيسو کوچنيو صندوقونو را خلاصولو ته یې هڅه وکړئ، په ماشين کې داسې کوچني د رنګ کوتي نصب شوي دي چې په زور او ناقانونه لارې خلاصولو سره هغه اسماني کوتي په اتومات ډول ماتېږي او رنګ یې په ساتل شويو ټولو پيسو ورتوېږي چې بيا به يوه روپۍ هم درته د چلښت او فايدې وړ نشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...