Home » سیمه او نړی » ایران: که اروپا جګړه کې ګډون وکړي له خطر سره به مخ شي
IRAN

ایران: که اروپا جګړه کې ګډون وکړي له خطر سره به مخ شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، مجید تخت‌روانچي د فرانسې له ۲۴ ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې که اروپايي هېوادونه د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو په جګړه کې ګډون وکړي، ښايي خپله هم له خطر سره مخ شي.

نوموړي ویلي، تهران لا له وړاندې اروپايي هېوادونو ته په جګړه کې له ښکېلتیا څخه د ډډې کولو خبرداری ورکړی او په خبره یې په جګړه کې د هر هېواد د ګډون په صورت کې به له غبرګون او ځوابي اقدام سره مخ شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران ځوابي بریدونه غندلي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، ...