Home » افغانستان » ایران: افغانستان کې دې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي
رویداد خبري آژانس

ایران: افغانستان کې دې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي

د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ابراهیم طاهریان کابل ته راغلی او دلته یې د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سره کتلي دي.

طاهریان ویلي دوی ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه شي او د سولې په برخه کې د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکوي.

هغه همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.

افغان لوري هم ویلي چې د افغانستان د سولې په برخه کې سیمه ییزه او نړیواله اجماع مهمه ده او ایران هم د افغانستان د ګاونډي په توګه باید د سولې په بهیر کې صادقانه او جدي مرسته وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...