پولنډ اوکراین ته لس MiG-29 جنګي الوتکې ورکړې چې د روسي ځواکونو د ځوابي برید لپاره چمتووالی ونیسي.
وارسا دغه خبر د دوشنبې په ورځ اعلان کړ.
تېر مارچ پولنډ وویل، اوکراین ته به د پخواني شوروي اتحاد ځینې جنګي الوتکې ورکړي او د تېرې میاشتې په پیل کې یې اوکراین ته څلور الوتکې سپارلې وې.
اوکراین چې د روسیې د ځوابي بریدونو لپاره ځان چمتو کوي د دغو الوتکو غوښتنه کړې ده. پولنډ لومړنی هېواد و چې اعلان یې وکړ اوکراین ته به جنګي الوتکې ورکوي.
له دې وروسته سلواکیا هم اعلان وکړ چې د اوکراین د هوايي ځواک په پیاوړي کولو کې به برخه اخلي او خپل ګاونډي هېواد اوکراین ته یې ۱۳ میګ ۲۹ الوتکې ورکړې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس