Home » افغانستان » اوچا: د روان کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ۸۱ زره افغانان بې کوره شوي
رویداد خبري آژانس

اوچا: د روان کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ۸۱ زره افغانان بې کوره شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کوونکط اداره ( اوچا ) وایي، د ۲۰۲۱ کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ۸۱ زره افغانان بې کوره شوي دي.

د اوچا ادارې د شمېرو له مخې، د جنوري له میاشتې راپه دې خوا ۱۸ زره کسان په ننګرهار کې او ۱۲ زره په کندهار کې بې ځایه شوي او تر دې دوو ولایتونو وروسته په فاریاب او بغلان کې ډېرکسان په تېرو دوو میاشتو کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دې ادارې په خپل راپور کې چې پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) یې خپور کړ، ویلي دي چې نژدې ۶۰ په سلو کې بې ځایه شوي ماشومان او تر ۱۸ کلونو لږ عمره کسان دي.

د راپور له مخې جګړې په لومړي ګام کې او طبیعي ستونزې په دوهم ګام کې د خلکو د بې ځایه کیدو سبب شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...