Home » سیمه او نړی » امریکا پر ایران تازه بندیزونه وضع کړي دي
رویداد خبري آژانس

امریکا پر ایران تازه بندیزونه وضع کړي دي

د امریکا د خزاني وزارت پر ایران تازه بندیزونه وضع کړي دي.

د راپورونو له مخې د امریکا د خزانې وزارت تازه د ایران او نورو هېوادونو پر څلورو سترو شرکتونو بندیزونه لګولي دي.

دې شرکتونو د ایران د تېلو د تولید او نورو برخو سره اړیکه لرله.

په ورته وخت کې د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي په تازه څرګندونو کې ویلي چې ایران باید د بندیزونو د لرې کولو لپاره هېڅ فرصت ضایع نه کړي.

د خامنه یي په وینا، همدا چې اټومي تړون ته د ورګرځېدو او بندیزونو د لرې کولو موکه برابره شي باید ایرانی حکومت ترې استفاده وکړي.

سیاسي شنونکي بیا وایي د خامنه يي دا خبرې په دې مانا دي چې هغه له امریکا سره خبرو ته تیار دی او په دې پوهېږي چې له امریکا سره تر خبرو پرته بله هېڅ لار نه لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...