Home » افغانستان » افغان ولسمشر په هلمند کې د الیاس داعي په نوم د څلور لاري نومول منظور کړل
رویداد خبري آژانس
محمد الیاس داعي

افغان ولسمشر په هلمند کې د الیاس داعي په نوم د څلور لاري نومول منظور کړل

افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په هلمند ولایت کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال په نوم د یوې څلور لارې نومول منظور کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه وړاندیز د هلمند د خبریالانو له لوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وسیله تر محمد اشرف غني رسیدلی و.

دغه دفتر وایي، ښاغلي غني پرون دوشنبه (د غويي ۲۷مه) دغه وړاندیز ومانه چې له مخې به یې لښکرګاه کې یوه څلور لارې د داعې په نوم شي.

هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي شااوخوا ۷ میاشتې مخکې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...