Home » افغانستان » افغانستان کې وچکالۍ کافي خوړو ته د ماشومانو لاسرسی محدود کړی

افغانستان کې وچکالۍ کافي خوړو ته د ماشومانو لاسرسی محدود کړی

د ماشومانو د خونديتوب نړيوالې ادارې يا Save The Children په افغانستان کې د وچکالۍ او له دې درکه د کرنې زيانېدو په تړاو په تازه راپور کې ويلي، چې يادې چارې په افغانستان کې لوږه زياته کړې او ېوازې څه باندې ۵ ميليونه ماشومان د کافي خوړو له نه لرلو سره مخ دي.

د دې ادارې په راپور کې ويل شوي چې د افغانستان اقتصادي پر کرنه تکيه دی او د ټول ۴۰ ميليون نفوس له ډلې يې ۲۵ ميليونه هغه چې ۶۱سلنه کېږي، د کرنې له لارې خپل ژوند چلوي.

د سېف د چلډرن د راپور له مخې د وچکالۍ او کافي اورښتونو نه کېدو له امله، په افغانستان کې ۱۲ ميليونه هغو ماشومانو چې کورنۍ يې پر کرنه بوختې دي، کافي خوړو ته په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ دي.

په راپور کې ويل شوي چې د يادو ستونزو له امله کورنيو يو لړ ناهيلي کوونکي ګامونه پورته کړي، چې د خپلو څارويو پلورل، د داسې پورونو اخيستل چې بېرته پرې کول يې ستونزمن دي، او له ښوونځيو څخه د خپلو ماشومانو ايستل په کې شامل دي.

د ماشومانو د خونديتوب ادارې په راپور کې زياته شوې، چې د وچکالۍ ستونزو د دوامداره کېدو له امله په افغانستان کې خلک نور هم بېوزله کېدونکي دي او له همدې کبله بېړنيو مرستو ته اړتيا ده.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې د بشري ناورين له پيل راهيسي شاوخوا ۲۴ ميليون کسان چې د افغانستان د نفوس له نيمايي زياته برخه کېږي، له لوږې سره مخ دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...