په قزاقستان کې د سیمهییزې ایکولوژیکي سرمشریزې له پای ته رسېدو سره، د افغانستان پلاوي د اقلیمي بدلون له پراخو اغېزو، د اوبو له کمښت، د ځمکې له تخریب او د یخچالونو له چټک وېلې کېدو سره د مبارزې لپاره پر ګډې سیمهییزې همکارۍ ټینګار وکړ. دویی همداراز ويلي چې دا ستونزې یوازې د یوه هېواد نه، بلکې د ټولې سیمې لپاره ګواښ ده.
افغان استازو چې مشري یې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رییس، مطیع الحق خالص کوله هم د اقلیمي بدلون پر وړاندې د عملي ګامونو اخیستل، اقلیمي تمویل زیاتول او د نړیوالو مرستو پراخوالي غوښتنه کړې ده.
افغان پلاوي همداراز د طبیعي سرچینو د اغېزناک مدیریت او د وختي خبرداري سیسټمونو د پراختیا غوښتنه وکړه، څو د سېلابونو، وچکالۍ او نورو طبیعي پېښو خطرونه کم شي. دوی ټينګار کړی چې د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ همغږي کولای شي د اقلیمي ناورين پر وړاندې مبارزه لا اغېزمنه کړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس