Home » افغانستان » افغانستان او روسیې د برېښنا سکتور د پراختیا لپاره پر نويو تګلارو خبرې کړې دي
دبرېښنا شرکت

افغانستان او روسیې د برېښنا سکتور د پراختیا لپاره پر نويو تګلارو خبرې کړې دي

د افغانستان د برېښنا شرکت رهبري پلاوي د يوه رسمي سفر په ترڅ کې روسیې ته سفر کړی او هلته یې د یاد هېواد له یو شمېر مهمو او معتبرو برېښنايي تولیدي او تخنیکي کمپنیو له رهبرۍ سره لیدنې ترسره کړې.

په دې ليدنه کې افغان پلاوي، روسي کمپنیو ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته سفر وکړي او د پانګونې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي او د برېښنا سکتور د پراختیا لپاره له افغان لوري سره نږدې همکاري وکړي.

د ترسره شوي متقابل تفاهم له مخې، روسي کمپنۍ چمتووالی ښودلی چې د افغانستان برېښنا شرکت سره د برېښنا شبکو د پراختیا، تخنیکي روزنې او د انرژۍ اړونده نورو برخو کې به همکاري وکړي.
همداراز، دوی ژمنه ښودلی چې د عصري ټکنالوژۍ او تجربو په شریکولو سره به د افغانستان د برېښنا سکتور د پیاوړتیا برخه کې ونډه واخلي.

د راپورونو پر اساس، تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به روسي تخنیکي ټیمونه افغانستان ته سفر ولري او د افغان متخصصینو سره به په ګډه د برېښنايي پروژو د عملي کولو لپاره مهم رول وارزوی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

برېتانيا د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر تګلارو غور کوي

نړیوالو رسنیو د بریتانیا د ...