د اتریش د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې دغه هېواد به راتلونکې میاشت له ازبکستان سره یو تړون لاسلیک کړي، څو د کډوالو د ایستلو بهیر اسانه شي.
په دغه تړون کې د ازبکستان له لارې افغانستان ته د کډوالو د لېږد موضوع هم شامله ده.
د اتریش د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ياد هېواد د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران به د مې په ۷مه ازبکستان ته سفر وکړي، څو دغه تړون لاسلیک کړي.
په ورته مهال، د ياد هېواد د کورنیو چارو وزارت ویاند مارکوس هایندل ویلي چې دا مهم تړون دهغو کسانو د لېږد لپاره ده چې د پناه غوښتونکې غوښتنلیکونه یې رد شوي، په ځانګړي ډول افغانستان ته.
دا په داسې حال کې ده چې د اتريش سربيره برېټانيا، جرمني او ورته نورو اروپايي هېوادونو هم د افغانانو د بېرته ستنولو پاليسي روانه ساتلې.
دا په داسې حال کې ده چې د اتریش سربيره برېټانیا، جرمني او نور اروپايي هېوادونه هم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو يا ډیپورټ پالیسي روانه ساتلې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس