د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو کوټيريش د ميرمنو پر وړاندې د طالبانو دريځ او چلند د اندېښنې وړ بولي او وايي، دې ډلې د افغان ميرمنو په اړه کړې ژمنې ماتې کړې دي.
نوموړي پرون ناوخت د (تلې په ۱۹مه) نيويارک کې خبريالانو ته ويلي، د افغان ميرمنو په اړه د طالبانو له لوري د شويو ژمنو ماتول، د راتلونکي لپاره د افغان ميرمنو د هيلو وژلو په مانا دي.
ګوټيريش له طالبانو غوښتې چې هر څه ژر دې د بشري حقونو او نړيوالو بشري اصولو په چوکاټ کې د ښځو په اړه پر خپلو کړيو ژمنو عمل وکړي.
نوموړي په ورته مهال پر نړيوالې ټولنې هم غږ کړی چې له افغانستان سره مالي مرستې وکړي څو په خبره يې د دغه هېواد اقتصاد له سقوط وژغورل شي.
د افغان ميرمنو په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې دامهال ميليونه نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
خلک نيوکه کوي چې اسلامي امارت دې له توپير پرته نجونو ته هم اجازه ورکړي څو ښوونځيو او پوهنتونونو ته لاړې شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس