راپورونه وايي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، دغه سازمان د غړو هېوادونو د نه ورکړل شویو ونډو له امله له جدي مالي بحران سره مخ دی او ان د مالي سقوط له خطر سره مخامخ شوی او د همدې بحران له امله ملګرو ملتونو خپله بودیجه هم کمه کړې ده.
امریکا چې د ملګرو ملتونو څه باندې ۴ میلیارد ډالرو پوروړې ده، اوس یې دغه سازمان ته د ۷۲۵ میلیون ډالرو د لېږد بهير پيل کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ملګرو ملتونو لپاره ځانګړې شوې ۷۲۵ میلیونه ډالره به د دغه سازمان د روانو اصلاحاتو او د لګښتونو د کمولو له دوام سره مشروطه وي.
راپورونه زياتوي چې، کارپوهان اندېښنه لري ښاېي دا پيسې د ملګرو ملتونو مالي ستونزې د لنډې مودې لپاره راکمې کړي، خو د سازمان پراخ مالي بحران به په بشپړ ډول حل نه کړي. ملګري ملتونه له خپلو ۱۹۳ غړو هېوادونو غواړي چې خپلې مالي ونډې پر وخت ورکړي، څو د کارکوونکو معاشونه، عملیاتي لګښتونه او نور فعالیتونه په عادي ډول دوام ومومي.
ګوترېش
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس