په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړینو شمېر له څلور لکو او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۲۴ میلیونو اوښتی دی.
د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرنو له مخې پرون د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۸ ( مرغومي۲۹) ماسپښین د دې ویروس له امله د مړو کسانو شمېر ۴۰۰۷۳۳ ته ورسېد.
کلیفورنیا لومړنی ایالت و، چې د کرونا ویروس د ناروغانو شمېر یې پرون له درې میلیونو واوښت.
د ژمي له رارسېدو سره د امریکا له دریو په دوه برخې ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبت موارد زیات شوي دي.
په عین حال کې چارواکو د کرونا د هغې نوې بڼې په اړه خبرداری ورکړی چې د پخواني هغې پرتله په چټکۍ سره خپرېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس