Home » سیمه او نړی » کرونا ویروس؛ په امریکا کې د مړو شمېر له څلور لکو واوښت
رویداد خبري آژانس

کرونا ویروس؛ په امریکا کې د مړو شمېر له څلور لکو واوښت

په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړینو شمېر له څلور لکو او په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۲۴ میلیونو اوښتی دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرنو له مخې پرون د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۸ ( مرغومي۲۹) ماسپښین د دې ویروس له امله د مړو کسانو شمېر ۴۰۰۷۳۳ ته ورسېد.

کلیفورنیا لومړنی ایالت و، چې د کرونا ویروس د ناروغانو شمېر یې پرون له درې میلیونو واوښت.

د ژمي له رارسېدو سره د امریکا له دریو په دوه برخې ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبت موارد زیات شوي دي.

په عین حال کې چارواکو د کرونا د هغې نوې بڼې په اړه خبرداری ورکړی چې د پخواني هغې پرتله په چټکۍ سره خپرېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...