د پوهنې وزارت وايي چې د ولسمشرغني د فرمان پر بنسټ د اسلامي تعليماتو معينيت بېرته د تېر په څېر فعال شوى دى.
د افغانستان د پوهنې وزارت له خوا په يوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې د دوى په وړانديز او د ولسمشر له حکم سره سم د اسلامي تعليماتو معينيت او تشکيلات يې بېرته فعال شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د اسلامي تعليماتو معينيت د تشکيلاتو دوه طرحې ولسي جرګې ته استول شوې وې، په يوه طر حه کې د اسلامي تعليماتو د يوه اجرائيو بورد رامنځته کول چې د يوې ښځې په ګډون به پنځه غړي ولري.
د پوهنې وزارت ويلي چې دويمه طرحه يې د اسلامي تعليماتو د معينيت پخوانى تشکيل بېرته رامنځته کول دي.
یاد وزارت زياته کړې چې د ولسي جرګې او مشرانو جرګو د غړو، د هېواد د علماوو او خلکو د غوښتنو پر اساس دوى د اسلامي تعليماتو پخوانى معينيت بېرته فعاله کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت پخوا ويلي وو چې د اصلاحاتو په لړ کې يې څو معينيتونه سره مدغم کړي چې يو په کې د اسلامي تعليماتو معينيت هم و.
د وزارت دغې پرېکړې په پراخه کچه د خلکو ، سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او د ملي شورا غبرګونونه را وپارول او د دې پرېکړې سخت مخالفت يې وکړ.