Home » فرهنګی او ټولنیز » پوهنې وزارت: نیمروز کې پر زده کوونکو درسي مواد وویشل شول
رویداد خبري آژانس

پوهنې وزارت: نیمروز کې پر زده کوونکو درسي مواد وویشل شول

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي د نیمروز مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو د لومړيو ټولګیو پر زده کوونکو د قرطاسیې ویش پیل شو.

د پوهنې وزارت له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلی، یاد درسي مواد، چې د یونیسف موسسې له لوري مرسته شوي د زده کونکو لپاره قرطاسیه او د کتابونو بیکونه شامل دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، مرسته شوي درسي مواد د لومړي ټولګیو په ۲۱۳۶۴ تنو زده کوونکو و وېشل شول، چې د یادو زده کوونکو شته اړتیاوې به پرې حل شي.

د دغه وزارت همدارنګه زیاتوي، چې د یونیسف نړیوالې موسسې د نیمروز پوهنې ریاست سره په ګډه د تدریس وضعیت ښه کولو لپاره تل د دې ولایت له ښوونځیو او زده کونکو سره همکاري کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...