په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د ۵۰۰ میلیون ډالرو په لګښت د بيبي فرشته عزیزي طبي کمپلکس د جوړولو او د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید په موخه د دوو کانونو د اکتشاف او استخراج تړونونه اعلان او لاسلیک شول.
د معلوماتو له مخې، د بيبي فرشته عزیزي طبي کمپلکس به د کابل ښار د اتمې ناحیې په رحمان مېنه کې جوړ شي، چې د سرطان ناروغانو لپاره ۴۰۰ بستریز روغتون، ۲۰۰ بستریز زېږنتون او یو طبي پوهنتون به ولري. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه مرکز به په ۲۴ ساعتونو کې وړیا روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او اداري چارې یې بشپړې شوې دي.
همداراز، د جوزجان ولایت د شبرغان ولسوالۍ د جنګل کلان د طبیعي ګازو کان او د بغلان ولایت د پلخمري د ډبرو سکرو کان د اکتشاف او استخراج تړونونه د حکومت د اړوندو ادارو او عزیزي کانونو او پټرولیم شرکت ترمنځ لاسلیک شول.
د يادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی و او د برېښنا د تولید او د کانونو د استخراج په اړه هم خبرې شوې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس