Home » افغانستان » په سیکا سازمان کې د افغانستان په دايمي غړيتوب خبرې شوې
قزاقستان

په سیکا سازمان کې د افغانستان په دايمي غړيتوب خبرې شوې

په قزاقستان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر مفتي محمدالرحمن، د اسیا د تعامل او باور جوړونې کنفرانس (سیکا) له عمومي منشي کایرت ساریبای سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په سیکا سازمان کې د افغانستان د دایمي غړیتوب، د دې سازمان په غونډو کې د افغانستان د فعال حضور، په سیمه او اسیا کې د افغانستان د رول په اړه خبرې اترې کړې دي.

همداراز د افغان بزګرانو د ملاتړ موضوعات، د نشه‌يي توکو د کښت د مخنیوي لپاره د بدیلو تخمونو او کیمیاوي سرې برابرول، او د افغانستان د دولتي کارکوونکو لپاره د لنډمهاله روزنیزو پروګرامونو جوړول د دې لیدنې له مهمو بحثونو څخه بلل شوي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...